د ایران او پاکستان سرحد د تجارت لپاره پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90833-د_ایران_او_پاکستان_سرحد_د_تجارت_لپاره_پرانیستل_شو
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت د ایران او د خپل هیواد د تجارت د اسانتیا لپاره میرجاوه او تفتان سرحدي لاره له سره خلاصه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 08:07 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان سرحد د تجارت لپاره پرانیستل شو

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت د ایران او د خپل هیواد د تجارت د اسانتیا لپاره میرجاوه او تفتان سرحدي لاره له سره خلاصه کړه .

د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سرحدي تجارت د اسانتیا  او د شیانو د صادراتو او وارداتو د خنډونو د  ختمولو لپاره د پاکستان د چارواکو له فیصلې وروسته د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د روغتیا له پروټوکولو سره سم د تجارت لپاره د میرجاوه او د تفتان سرحدي لارې د بیرته خلاصیدا حکم ورکړ .

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي چې د تفتان سرحدي لاره په اونۍ کښې اوه (۷) ورځې یوازې د ایران او د پاکستان ترمینځ د سرحدي تجارت لپاره خلاصه شوي ده .

د کورونا ویروس د خپریدا او د پاکستان لخوا د لګول شویو محدودیتونو په وجه له تیرو څلورو (۴)میاشتو راهسې د ایران او د پاکستان ترمینځ سرحدي مبادلات محدود او بند شوي وو.