پاکستان د کشمیریانو په ملاتړ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90896-پاکستان_د_کشمیریانو_په_ملاتړ_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان د ځپونکو اقداماتو په وړاندې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو د ملاتړ په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 21, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی
    د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان د ځپونکو اقداماتو په وړاندې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو د ملاتړ په ضرورت ټینګار وکړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې شاه محمود قریشي پرون د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د هند غړیتوب او تر خپل کنټرول لاندې کشمیر د خلکو خلاف له دغه غړیتوبه د نوې ډیلي د اوزاري استفادې په غبرګون کښې وویل: اسلام آباد د کشمیري ښاریزو خلاف په امنیت شورا کښې د هندوستان د اهدافو د عملي کیدو مخه نیسي.

هغه زیاته کړه: هندوستان اووه ځله چې د امنیت شورا غړی پاتې شوی نه دی توانیدلی چې د کشمیر په هکله د ملګرو ملتو دریځ بدل کړي او دا ځل هم په دې سیمه کښې خپلو اهدافو ته نه شي رسیدې.

قریشي څرګنده کړه چې په سیمه کښې د نوې ډیلي سیاستونه د هندوستان د یوازې پاتې کیدو سبب شوې دي ځکه چې پر پاکستان سربیره اوس د چین او نیپال په شان هیوادونه هم د هندوستان په مخالفانو کښې شامل شوې دي.

کلونه وشول چې هندوستان د لکونو پوځیانو په لیږلو سره د کشمیر ځینې سیمې ترخپل کنټرول لاندې راوستې دي او په دریو لسیزو کښې یې لسګونه زره کشمیریان وژلې دي.