پاکستان او افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر لازیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91177-پاکستان_او_افغانستان_کښې_په_کرونا_د_ککړو_کسانو_شمیر_لازیات_شوی
د پاکستان او افغانستان د روغتیا وزارتونو په دغو هیوادونو کښې په کرونا د ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2020 11:41 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر لازیات شوی

د پاکستان او افغانستان د روغتیا وزارتونو په دغو هیوادونو کښې په کرونا د ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی

د پاکستان روغتیا وزارت وویل چې په تیر شواروز کښې په کوویډ-۱۹ وایرس باندې د ۵ زره ۱ سل ۳۳ نورو کسانو په ککړیدو سره په دې هیواد کښې د کرونايي ناروغانو ټول شمیر ۲ لکه ۹ زره او ۳ سوه ۳۷ کسانو ته ورسید.

د پاکستان چارواکو په داسې حال کښې چې په راتلونکې یوه میاشت کښې یې په کرونا د اخته کسانو د شمیر له یو میلیونه د اوړیدو اټکل کړی دی، لاهم د سمارټ قریطینې اجرا په ایجنډا کښې لري.

په عین حال کښې ۹۸ زره او ۵۰۳ کسان په پاکستان کښې له کرونا ناروغۍ ښه شوې دي.

اخوا د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو هم په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د اخته کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د روغتیا وزارت د احصائیو له مخې په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۳۱ زره او ۲ سوه ۳۸ کسانو ته، د مړو شمیر ۷ سوه ۳۳ او د شفا موندونکو شمیر هم ۱۳ زره او ۹۳۴ کسانو ته رسیدلې دی.