د تهران – کراچۍ الوت بيا شروع شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91388-د_تهران_کراچۍ_الوت_بيا_شروع_شو
د تهران او کراچۍ ترمېنځ الوت چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه بند شوے ؤ، بيا شروع شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 10, 2020 15:08 Asia/Kabul
  • د تهران – کراچۍ الوت بيا شروع شو

د تهران او کراچۍ ترمېنځ الوت چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه بند شوے ؤ، بيا شروع شو.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ايران کنسولګرۍ اعلان وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت د هوائي چلن الوت پرون د زيارت په ورځ له درې سوو نه زياتو مسافرو سره چې په پاکستان کښې مېشته ايرانيان، د دواړو هېوادونو محصلين، سوداګر او ځينې پاکستانيان شامل وو له تهرانه کراچۍ ته  لاړ او په همدغه ورځ ماسپښين ايران ته راستون شو.

دغه الوت  چې په دواړو هېوادونو کښې د کورونا و خپرېدو په وجه د څلورو مياشتو تعطيلۍ نه وروسته بيا شروع شو، ايراني او پاکستاني ښاريزو او سوداګرو لخوا يې هرکلے اوشو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د الوتونو دوام يې يوه مهمه چاره وبلله.