چین د افغانستان او پاکستان ترمینځ ښې اړیکې غواړي
د چین د خارجه وزارت ویندوئې وئيلی دي خوښ یوو چې د ګوادر بندر او دسي پيک نوره پروژې مثبت رول لوبوي او په دې اړه باید افغانستان او پاکستان پخپلو کې سره ښې اړیکې ولري او له موجوده فرصته ښه استفاده وکړي .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د د چین د خارجه وزارت ویندوئې میرمن هوا چن ینګ په بیجینګ کې په خبری ناستې کې وئيلي دي ، چین د افغانستان او پاکستان ترمینځڅ د لاښو اړیکو او ملګرتیاؤ او د دوي د اقتصادي ودې غوړیدا غواړي ، که په دې اړه د چین اړتیا وي ،نو دغه هیواد دهرډول مرستې او ملګرتیاپه اړه د غوره رول لوبولو ته تیار دی
د چین د خارجه وزارت ویندوئې وئيلی دي خوښ یوو چې د ګوادر بندر او دسي پيک نوره پروژې مثبت رول لوبوي او په دې اړه باید افغانستان او پاکستان پخپلو کې سره ښې اړیکې ولري او له موجوده فرصته ښه استفاده وکړي .
داپه داسې حال کې دي چې په تیرو څو اونیو کې پاکستان له افغانستان سره د راشه د یرشه او تجارتي مبادلاتو په خاطر له دغه هیواد سره خپلې پنځه سرحدي لارې پرانیستي دي چې موخه ئې له جنګ ځپلي افغانستان سره دبیا رغاونې او د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره دتجارتي چارو زیاتول دي .