امریکا او صهیونیسټ رژیم داعش ډله جوړه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91965-امریکا_او_صهیونیسټ_رژیم_داعش_ډله_جوړه_کړي_ده
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مشاهد حسین سید داعش ترهګره ډله د امریکا او د صهیونیسټ رژیم لخوا جوړه شوي وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 01:06 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټ رژیم داعش ډله جوړه کړي ده

تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مشاهد حسین سید داعش ترهګره ډله د امریکا او د صهیونیسټ رژیم لخوا جوړه شوي وبلله .

هغه پرون وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارو په کامل ډول د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ کړی دی او په دې زمینه کښې ډیر سندونه هم شته .

د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مشاهد حسین سید زیاته کړه په عراق او سوریې کښې له ژوبلیدا وروسته د داعش ډلې د ډیرو مشرانو درملنه په امریکا او اسرائیلو کښې وشوه .

داعش ترهګرې ډلې اوس په عراق او سوریې کښې ماتي خوړلي ده خو امریکا ، بریتانیا ، سعودي عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونو د افغانستان په شمول نورو هیوادونو کښې له دغه ترهګرې ډلې د استفادې کولو هڅه کوي .