پاکستان په افغانستان کښې هراړخیزه او پایداره صلحه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92216-پاکستان_په_افغانستان_کښې_هراړخیزه_او_پایداره_صلحه_غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفیر په کتنه کښې په دغه هیواد کښې د هراړخیزې او باثباته صلحې د ټینګښت په ضرورت تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2020 01:31 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې هراړخیزه او پایداره صلحه غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفیر په کتنه کښې په دغه هیواد کښې د هراړخیزې او باثباته صلحې د ټینګښت په ضرورت تاکید وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفیر په کتنه کښې په دغه هیواد کښې د هراړخیزې او باثباته صلحې د ټینګښت په ضرورت تاکید وکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې شاه محمود قریشي پرون د پاکستان لپاره د افغانستان د سفیر شاکر ا... عاطف مشعل په کتنه کښې وویل: د افغانستان حکومت او طالبان باید له رامینځته شوي زرّین فرصته ګټه پورته کړي او په هیواد کښې دې یوه هراخیزه او پایداره صلحه راولي.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: نتیجې ته د افغانستان د صلحې د مذاکراتو رسیدل د دغه هیواد او د ټولې سیمې په ګټه دي.