د طالب مشرانو پلاوی پاکستان ته په سفر روان شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92439-د_طالب_مشرانو_پلاوی_پاکستان_ته_په_سفر_روان_شوی
خبرې سرچینې وائي طالبانو ته د سفر دغه بلنه پخپله د پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي له خوا ورکړل شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 24, 2020 00:24 Asia/Kabul
  • د طالب مشرانو پلاوی پاکستان ته په سفر روان شوی

خبرې سرچینې وائي طالبانو ته د سفر دغه بلنه پخپله د پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي له خوا ورکړل شوې ده .

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان  د  خارجه وزارت  ویندوی  حفیظ چوهدري  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د خارجه وزارت په بلنه  د طالبانوډلې  یو لوړ روتبه پلاوی اسلام اباد ته په سفر ورځي

راپورښئ  د  طالبانو ډلې دغه پلاوی په قطر کې د طالبانو د  مرکچي ټيم د مشر ملا عبدالغني برادر  په مشرۍ دغه پلاوی  پاکستان ته روان شوی دی  او موخه ئې هم د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره  د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې کول دي . خبرې سرچینې وائي  طالبانو ته د سفر دغه بلنه پخپله د  پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي له خوا ورکړل شوې ده .

داپه  داسې  حال کې دي چې په قطر کې د طالبانوډلې دسیاسی دفتر  ویندوي سهیل شاهین هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې دغه سفر تائيد کړی او وئيلي ئې دي  دغه پلاوی  دملابرادر  په مشرۍ د پاکستان دخارجه وزارت په بلنې  اسلام اباد  ته روان دی  او دا سفر  دسولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د طالبانوډلې د هلوځلو یوه برخه ده .

 داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان خارجه وزارت  په همداوروستیو کې  د طالبانو ډلې دمشرانو په شمول په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو د مشرانو په ضد بندیزونه سخت کړي او د  دوي دشتمنیو  او ټرانزیکشن د ضبطولو او تړلو امر ئې کړی دی .

Image Caption

 

Image Caption