پاکستان د اټومي موافقې ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92842-پاکستان_د_اټومي_موافقې_ملاتړ_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ماسکو کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې د اټومي تړون ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • پاکستان د اټومي موافقې ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ماسکو کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې د اټومي تړون ملاتړ وکړ .

هغه پرون په ماسکو کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې په وینا کښې د اټومي تړون په کامل ډول د اجرا په ضرورت ټینګار سره وویل پاکستان تل باوري دی چې د اټومي تړون اجرا کیدل د سیمې د هیوادونو لپاره ګټور کیدلی شي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۱) نیټه په یواړخیزه ډول له اټومي تړون څخه خپل هیواد وویست او د ایران پرضد یې له سره بندیزونه ولګول .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام د نړۍ د ډیرو هیوادونو لخوا وغندل شو .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي دغه راز په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا لپاره د ملګرتیا په دوام ټینګار سره وویل اسلام اباد په سیمه کښې د سولې او د ثبات د پایدارۍ، ګډو ګټو ته د رسیدا لپاره دهڅې او د ترهګرۍ ضد ملګرتیا او د سیمه ییز ارتباط په هکله د ملګرتیا کولو لپاره  د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د پروګرامونو ملاتړ کوي .