پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بین الافغاني خبرو د پیلیدا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه اسلام اباد خپله ژمنه پوره کړي ده او اوس دا افغانان دي چې د جنګ د ختمولو او د پایداره سولې لپاره کار ترسره کړي .
هغه د افغانستان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د کابل د سولې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي .
د افغانستان د بیلابیلو ښکیلو ډلو ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې نن د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شوې کومې چې د طالبانو د څو بندیانو د نه خوشي کیدا په وجه له تیرې مارچ میاشتې راهسې ځنډیدلي وې .
د افغانستان د حکومت یویشت(۲۱) کسیز پلاوی چې مشرۍ یې معصوم ستانکزی کوي پرون مازیګر قطر ته رسیدلی .
د طالبانو د یویشت (۲۱) کسیز پلاوي مشري هم شیخ عبدالحکیم حقاني کوي کوم چې یو سرزوری ملا دی او د طالبانو دلې د مشر هیبت الله اخوند زاده نږدې او د ډاډ وړ سړی دی .
په قطر کښې په بین الافغاني خبرو کښې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو ، د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ، د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر او نور سفیران ګډون لري .
دغه راز پاکستان وویل چې اسلام اباد د امریکا او د طالبانو ترمینځ د موافقې لپاره اسانتیا برابره کړي وه او د بندیانو د خوشي کیدا په لاره کښې د بندون له ختمیدا سره یې هم مرسته کړي ده .