د پاکستان سترې محکمې نوازشریف تښتیدلې مجرم وباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92976-د_پاکستان_سترې_محکمې_نوازشریف_تښتیدلې_مجرم_وباله
د محکمې قاضیانو پاکستان ته له انګلستانه د نواز شریف د نه ستنیدا لپاره د هغه د وکیلانو دلایل ناکافی وبلل او د هغه د سملاسی نیولو حکم یې صادر کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2020 11:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان سترې محکمې نوازشریف تښتیدلې مجرم وباله

د محکمې قاضیانو پاکستان ته له انګلستانه د نواز شریف د نه ستنیدا لپاره د هغه د وکیلانو دلایل ناکافی وبلل او د هغه د سملاسی نیولو حکم یې صادر کړ

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د محکمې قاضیانو پاکستان ته له انګلستانه د نواز شریف د نه ستنیدا لپاره  د هغه د وکیلانو دلایل ناکافی وبلل او د هغه د سملاسی نیولو حکم یې صادر کړ .

په دې ډول د نواز شریف اوه کلنه سزا به زیاته شی او د هغه له جرمونو سره یو بل جرم زیات شو .

له بلې خوا د مسلم لیک ن څانګې د دغه حکم په غبرګون کی ادعا وکړه چی له هیواده د نواز شریف وتل د محکمې  او حکومت په حکم ترسره شوی دی .

نواز شریف چی لندن ته ورتلو مخکې په زندان کې وو چی په وثیقې کیښږدلو سره ازاد او د درملنې لپاره تانګستان ته لاړ .