عبد الله عبد الله پاکستان ته ورسید
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د خپل هیواد د صلحې له بهیره د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه نن سهار اسلام آباد ته لاړ.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د خپل هیواد د صلحې له بهیره د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه نن سهار اسلام آباد ته لاړ.
ټاکل شوې چې عبد الله عبد الله په دغه درې ورځني سفر کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او خارجه وزیر شاه محمود قریشي په شمول د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د خبرواترو د بهیر په هکله د نظر تبادله وکړي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پاکستان ته د عبد الله عبد الله د سفر موخه د افغانستان د صلحې په لړ کښې د سیمه ایزې اجماع پیاوړتیا او د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا جلبول وبلل.
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې مذاکرات د روانې ستمبر د میاشتې له دولسمې څخه په قطر کښې پیل شوې دي خو تراوسه یې هیڅ ګټه نه ده لرلې.