د افغانستان د سولې خبرو اتروکامیابي د سیمې لپاره اهمیّت لري
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان زیاتره سیاستوالان او ولس په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د ناکراریو او ترینګلتیاؤ عاملان د بهرنیو عسکرو شتون او لاسوهنې دي چې له تیرو څه دپاسه نولسو کلونو راهسې ئې ددغه هیواد له ولسه امنیت او آرامښت اخستی دی .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ د پاکستان او ترکیې خارجه وزیرانو نن پخپلو ټيلیفوني خبرو کې په قطر کې د طالبانوډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړ .
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي دترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په دغو ټيلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د جنګ پر ختمیدا ،د عمومی اور بند په ټيګیدا او د امنیت په تامینیداټينګار وکړ .
د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو هم د افغانستان په حکومت او طالبانو غږ کړی ، جنګ دې پاي ته ورسوي څو دغه هیواد ته یو ځل بیا آرامښت اوثبات ورستون شي .