د عمران خان انتصابونکي د حالاتو ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93436-د_عمران_خان_انتصابونکي_د_حالاتو_ځواب_ورکړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې مشر محمد نوازشریف د خپل ګوند د پارلمان استازیو او د ټکټ لرونکو ته له لندن څخه د اینټرنیټ له لارې وینا کښې د لومړي وزیر عمران خان له انتصابونکو څخه وغوښتل چې په هیواد کښې د روانو کړکیچونو په هکله ځواب ورکړي او زیاته یې کړه زمونږ پلویان به له واک څخه د عمران خان تر لیرې کولو پورې غلي کې نني .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2020 11:43 Asia/Kabul
  • د عمران خان انتصابونکي د حالاتو ځواب ورکړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې مشر محمد نوازشریف د خپل ګوند د پارلمان استازیو او د ټکټ لرونکو ته له لندن څخه د اینټرنیټ له لارې وینا کښې د لومړي وزیر عمران خان له انتصابونکو څخه وغوښتل چې په هیواد کښې د روانو کړکیچونو په هکله ځواب ورکړي او زیاته یې کړه زمونږ پلویان به له واک څخه د عمران خان تر لیرې کولو پورې غلي کې نني .

نوازشریف وویل هیواد له سخت کړکیچ سره مخ دی .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف د خپل هیواد د اقتصاد او د نورو چیلنجونو په هکله چې خلک ورسره مخ دي پوښتنه وکړه زه څوک د دغه کار  ګرم وبولم یوازې عمران خان  یا هغه کسان چې په حقیقت ډول ذمه وار  دي .

هغه وویل د عمران خان انتصابونکي باید دغه پوښتنې ته ځواب ورکړي او تاسو له ځواب ورکولو پرته کورونو ته نشو تللی .

نوازشریف وویل د پاکستان له پارلمان پرته د هیواد ادارې فعالیت نشي کولای حتی عدالت کار نشي کولای او زیاته یې کړه مونږ به تاسو ځواب ورکولو ورکولو ته اړ کړو او مونږ به غلي کې ننو .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف وویل په هیواد کښې خلک چغې وهي ځکه چې انفلاسیون زیات شوی او  د بریښنا او د ګازو بیې زیاتې شوي دي .