ایران او پاکستان اقتصادی اړیکې لاپراخوي
په ویډیوئي ناستې کې د ایران د لارو او ښارونو د چارو مرستیال وزیر شهرام آدم نژاد او د ا پاکستان د اقتصادي چارو مرستیال وزیر اعزاز ډار د بیلابیلو تجارتي ، سوداګریزو، بانکي ، مالي ، ګمرکی ، پانګونې صنعت او ټينکنالوجیکي اطلاعاتو، د ښونې او روزنې ، ساینس او ټيکنالوجۍ ،کلتوري میراث اوټوریزم ، بندرونو،کشتۍ چلونې ، او دغه راز د سمندري او ریلی ټرانسپورټي چارو د موضوعګانو په باب دنظر تبادلې کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړد ایران او پاکستان اقتصادي ملګرتیاؤ ګډ کمیشنبیګا په هغې ناستې کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره شوي،د دوواړخیزواقتصادي مناسباتو دپیاوړتیا په ضرورت ټينګار کړی دی .
راپور ښئ په دغې ویډیوئي ناستې کې د ایران د لارو او ښارونو د چارو مرستیال وزیر شهرام آدم نژاد او د ا پاکستان د اقتصادي چارو مرستیال وزیر اعزاز ډار د بیلابیلو تجارتي ، سوداګریزو، بانکي ، مالي ، ګمرکی ،پانګونې صنعت او ټينکنالوجیکي اطلاعاتو، د ښونې او روزنې،ساینساو ټيکنالوجۍ ،کلتوري میراث اوټوریزم،بندرونو،کشتۍ چلونې،او دغه راز د سمندرياو ریلی ټرانسپورټي چارو د موضوعګانو په باب دنظر تبادلې کړي دي .
دواړو لورو موافقه کړې چې د بیلابیلو مناسباتو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي چارو کې دوه اړخیزې ملګرتیاوې او مشورې لاپراخې شي .
تر راتلونکي یوې میاشتې پورې د پانګونې او ریلي ټرانسپورټ دګډې کمیټې د تجارتي کوټو د جوړولو،د سرحدي مسئلو، ګمرکي ، اطلاعاتي ټينکالوجیو په حوزو کې د دوو اړخیزو تخنیکي کمیټیو جوړیدا او دغه راز په راتلونکو درو میاشتو کې د اقتصادي ملګرتیاؤ د یویشتم ګډ کمیشن جوړیدا ددغې غونډې ځیني مهم تفاهم نامې وې .