د پيښور په یوه مدرسه کې چاودنې په لسګونوتلفات اړولی دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93794-د_پيښور_په_یوه_مدرسه_کې_چاودنې_په_لسګونوتلفات_اړولی_دي
په پېښور کې د دولتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې له سیمې ۷۰ ټپیان او اووه مړی وروړل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2020 07:48 Asia/Kabul
  • د پيښور په یوه مدرسه کې چاودنې په لسګونوتلفات اړولی دي

په پېښور کې د دولتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې له سیمې ۷۰ ټپیان او اووه مړی وروړل شوي دي.

د پاکستانی مطبوعاتوله راپور سره سم په پېښور کې چاودنه نن سهار شوې ده او له امله یې اووه اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پېښور کې د دولتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې له سیمې ۷۰ ټپیان او اووه مړی وروړل شوي دي.

د پېښور ځایي پولیس وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

Image Caption

 

دغه چاودنه دپیښور په دیرکالونی کی په یوه مدرسه کی شوی ده .ویل کیږی چی په دغه چاودنه کی له پینځو تر شپږو کلوګرامو پورې چاودیدونکی مواد کارول شوی دی .د پولیسو یوه افسر ویلی دی چی کله په مدرسه کی د قران پاک کلاس روان وو نو یوه کس په مدرسه کې یو بیګ کیښوده .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په شمول د پاکستان چارواکو او سیاسی شخصیتونو د پیښور حمله په کلکه غندلی ده .