پاکستان وایی له اسلامی ایران سره د تجارتی اړیکو افق روښانه دې
Apr 29, 2016 11:05 Asia/Kabul
د پاکستان د تجارت او پراختیا ادارې مشر ایس ایم منیر نن له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې وویل د بایکاټونو له لغوه کیدا وروسته پاکستان له ایران سره د تجارتی اړیکو د پراختیا لپاره ډیره ګروهنه او جدی هوډ لری او په همدې لړ کې ټاکل شوی ده له پاکستانه یو تجارتی پلاوې ډیر ژر ایران ته ورشی
ده همداراز وویل په راتلونکیو میاشتو کې به د کراچۍ ښار د ایران د یوه اقتصادی او تجارتی نندارتون کوربه وی چی د اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو د متقابلو ظرفیتونو په معرفی کولو کې مهم ګام حسابیږی .