پاکستان اسلام آباد ته د ظريف د سفر هرکلے وکړ
د پاکستان خارجه وزارت د اسلام آباد له سيمه ايزو دريځونو څخه د تهران د پرېکنده ملاتړ په ستائنې سره وويل، پاکستان ته د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف سفر د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ملګرتياو د مضبوطيه په لړ کښې يو ګام دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت په يوې بيانيه کښې چې اسلام آباد ته د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف په مشرۍ د ايران د لوړرتبه پلاوي له رسېدو نه څو ګينې مخکښې وويل، د ظريف دا رسمي سفر په سه کم دريو کلونو کښې پاکستان ته د هغه څلورم سفر دے.
د پاکستان خارجه وزارت اعلان وکړ د ايران خارجه وزير ټاکل شوې ده به له خپل پاکستاني هم رتبه شاه محمود قريشي سره له کتنې او خبرو اترو نه علاوه د دغه هېواد له وزيراعظم عمران خان په شمول له نورو شخصيتونو سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ راغلي دي، ايران او پاکستان نزدې او دوستانه تعلقات لري چې په يو بل باندې د اعتماد په بنياد دي او په کلتوري او مذهبي مشترکاتو کښې جرړې لري.
د بيانيې په آخر کښې راغلي دي، پاکستان د ايران د خارجه وزيز اوسنے سفر به د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دوو اړخيزو او سيمه ايزو تعلقاتو او ملګرتياو د لازياتې مضبوطيه سبب شي.