د ګلګت بلتستان سیمې انتخابات پاې ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94226-د_ګلګت_بلتستان_سیمې_انتخابات_پاې_ته_ورسیدل
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په شمال کښې د ګلګت بلتستان سیمې د پارلمان انتخابات وشول .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 16, 2020 05:28 Asia/Kabul
  • د ګلګت بلتستان سیمې انتخابات پاې ته ورسیدل

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په شمال کښې د ګلګت بلتستان سیمې د پارلمان انتخابات وشول .

د ګلګت بلتستان سیمې د انتخاباتو کمیسیون وویل د پارلمان انتخابات پرون مازیګر پاې ته ورسیدل .

په دغو انتخاباتو کښې د تحریک انصاف ، د پیپلز ګوند ، د مسلم لیګ د نوازشریف  څانګې ، مجلس وحدت مسلمین ، د شیعه علماو شورا او د جمعیت علمای پاکستان په شمول د بیلابیلو سیاسي ګوندونو څه د پاسه درې سوه دیرشو (۳۳۰)  کاندیدانو د ګلګیت بلتستان سیمې د پارلمان د اتویشتو (۲۸) څوکیو د ترلاسه کولو لپاره له یوبل سره سیالۍ وکړې .

ګلګت بلتستان یوه (۱) شیعه میشته سیمه ده چې په نولس سوه اوه څلویښتم (۱۹۴۷) میلادي کال کښې د پاکستان له خپلواکۍ یو (۱) کال وروسته له دغه هیواد سره یوځای شوه .

نوی خبر وايي چې د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کښې د انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته د رایو د شمیرلو کار روان دی .

په ګلګیت سیمه کښې د پارلمان د درویشتو (۲۳) څوکیو لپاره انتخابات شوي دي او د نهو (۹) حوزو نتیجې اعلان شوي دي چې پکښې درې (۳) څوکۍ پیپلز ګوند ، درې(۳) څوکۍ خپلواکه کاندیدانو ، دوې (۲) څوکۍ تحریک انصاف او یوه (۱) څوکۍ هم مجلس وحدت مسلمین ګټلي ده .

Image Caption