پاکستان لومړې وزیرعمران خان سبا کابل ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94283-پاکستان_لومړې_وزیرعمران_خان_سبا_کابل_ته_ورځي
د اسلام اباد او کابل د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا د عمران خان او اشرف غنی د خبرواترو مهم چورلیز دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2020 11:54 Asia/Kabul
  • پاکستان لومړې وزیرعمران خان سبا کابل ته ورځي

د اسلام اباد او کابل د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا د عمران خان او اشرف غنی د خبرواترو مهم چورلیز دی .

زمونږ خبریال راپور راکوی  په کابل کې د پاکستان سفارت نن وویل د دغه هیواد لومړې وزیر عمران خان سبا کابل ته راځي او له افغان ولسمشر اشرف غنی سره کتنه او خبري اتري کوی .

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو لپاره په پلازمېنه کې عمومي رخصتي اعلان کړه، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران هم سبا کابل ته راشي.

له بله پلوه د افغانستان حکومت هم د عمران  خان د راتلو لپاره تیاری نیولی او د کابل ښار په زیاتو سیمو کې یې د پاکستان بیرغونه ځوړند کړي دي.

د اسلام اباد او کابل د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا د عمران خان او اشرف غنی د خبرواترو مهم چورلیز دی .

همداراز ټاکل شوی ده په قطر کی د بین الافغانی مزاکراتو په اړه هم چی همدااوس بندون ته رسیدلی دی ، بحث او د نظر تبادله وشی .

کابل ته د عمران خان سفر په داسې حال کی دی چی څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد استفاده کیږی او په دې زمینه کې اسناد هم وړاندی کړل .