د پاکستان او چین ترمینځ دفاعي تړون لاسلیک شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94541-د_پاکستان_او_چین_ترمینځ_دفاعي_تړون_لاسلیک_شو
پاکستان او چین د دفاعي ملګرتیا د پراخولو په لړ کښې یو تړون لاسلیک کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2020 02:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان او چین ترمینځ دفاعي تړون لاسلیک شو

پاکستان او چین د دفاعي ملګرتیا د پراخولو په لړ کښې یو تړون لاسلیک کړی دی

پاکستان او چین د دفاعي ملګرتیا د پراخولو په لړ کښې یو تړون لاسلیک کړی دی

ایرنا خبري آژانس لیکلي چي دغه تړون اسلام آباد ته د چین د ملي دفاع د وزیر وي فونګ خه په سفر او د پاکستان د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا او له لوې درستیز جنرال ندیم رضا سره یې په ملاقات کښې، د دواړو لورو له خوا لاسلیک شو.

دواړو لورو په پرونۍ غونډه کښې، د امنیتي او دفاعي ملګرتیاؤ او د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د چین د ملي دفاع وزیر د سي پیک په نامه د چین او پاکستان د ګډ اقتصادي دهلیز په طرحه کښې د عمراني او اقتصادي پروژو د پرمخ بیولو لپاره د امنه او خوندي چاپیریال په برابرولو کښې د پاکستان د هلوځلو قدرونه وکړه.

دا په تیرو څه کم دریو میاشتو کښې د پاکستان له جګ پوړو پوځي چارواکو سره د چین د ملي دفاع د وزیر دویم ملاقات دی.