په لویدیځې آسیا کښې د سپیره مثلث جنایت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94585-په_لویدیځې_آسیا_کښې_د_سپیره_مثلث_جنایت
د ایران د ایټمي پوهاند وژله په سیمه کښې د شخړې رامینځته کولو لپاره د امریکې، صهیونیسټي رژیم او عربستان ګډه هڅه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2020 04:20 Asia/Kabul
  • په لویدیځې آسیا کښې د سپیره مثلث جنایت

د ایران د ایټمي پوهاند وژله په سیمه کښې د شخړې رامینځته کولو لپاره د امریکې، صهیونیسټي رژیم او عربستان ګډه هڅه ده.

د ایران د ایټمي پوهاند وژله په سیمه کښې د شخړې رامینځته کولو لپاره د امریکې، صهیونیسټي رژیم او عربستان ګډه هڅه ده.

د پاکستان سیاسي څیړاندي د ډاکټر محسن فخري زاده د وژلې په غندلو سره دغه جنایت د ټرمپ، نتانیاهو او بن سلمان د سیمه ایز امنیت او صلحې د خرابونکو پروګرامونو یوه برخه وبلله.

محمد خاکو ولیکل چې د جنایتکارې امریکې او صهیونیسټانو له خوا د سردار سلیماني او د ایران د ایټمي پوهاند ټرور، له ایټمي موافقې د امریکې یواړخیزه وتنه او په ایران باندې زیات نه زیات دباؤ په سیمه کښې د شخړې د رامینځته کولو او د صلحه ایز ایټمي پرمختګ له لارې د تهران د اوباسلو لپاره د امریکې، اسرائیلو او عربستان درې اړخیز کوشش دی.

د پاکستان د سیاسي چارو دغه کارپوه وویل: د ایران د اسلامي انقلاب تاریخ په ښه توګه د امریکې او د هغې د انډیوالانو د ایران ضده سیاستونو د ماتې بیانونکې دی. دغو دسیسو نه یوازې د ایران په نظام باندې کومه اغیزه نه ده کړې بلکې د لوړ رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي تر مدیریت لاندې یې اسلامي ایران متحد کړې او د مینځني ختیځ په یو پياوړي هیواد یې بدل کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران د ایټمي پوهاند د وژلې پروژه له امریکايي او عربستاني چارواکو سره د موساد د چارواکو په ګډ ملاقات کښې پلان شوې او د ایران د راپارولو په موخه ترسره شوې ده.