پاکستان کښې بم چاودنې ۱۴ کسان ژوبل کړي
Dec 13, 2020 11:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پنډۍ ښار چې اسلام اباد ته نږدې پروت دی په تهانه ګنج منډي سیمه کښې بم چاودنه شوي ده چې تراوسه پکښې څوارلس(۱۴) کسان ژوبل شوي دي .
ویل کیږي چې په څوارلسو (۱۴) ژوبلو کسانو کښې درې (۳) مرګي حاله دي .
ټیګونه