د طالبانو سیاسي پلاوې پاکستان ته لاړ
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د افغانستان له حکومت سره د صلحې په مذاکراتو کښې د شل ورځني ځنډ سره هم مهاله د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه د یو پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته لاړ
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د افغانستان له حکومت سره د صلحې په مذاکراتو کښې د شل ورځني ځنډ سره هم مهاله د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه د یو پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته لاړ
ایکسپریس نیوز خبري آژانس لیکلي چې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: ټاکل شوې چې د ملا عبدالغني برادر په درې ورځني سفر کښې او د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په ملاقاتونو کښې یې د افغان کډوالو مسئله، پاکستان ته د افغانستاني ښاریزو د تګ راتګ او د سوداګرو د ستونزو په شان مسائل وڅیړي.
دا په تیر یو کال کښې پاکستان ته د طالبانو د سیاسي پلاوي دویم رسمي سفر دی، له دې مخکښې هم د روان ۲۰۲۰ کال په آګست میاشت کښې د طالب ډلې یو سیاسي پلاوی د افغانستان د صلحې په مذاکراتو کښې د پرمختګ لپاره له پاکستانه د مرستې اخیستو په موخه اسلام آباد ته تللې و.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړې استازې ځلمې خلیلزاد تیره دوشنبه په یو ناڅاپي سفر پاکستان ته لاړ او د دغه هیواد د پوځ له قومندان سره یې کتلي وو.