پاکستان به هند ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94937-پاکستان_به_هند_ته_غاښ_ماتونکی_ځواب_ورکړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون نړیواله ټولنه خبره کړه که چیرې هندوستان د اسلام اباد پرضد کوم جعلي پوځي عملیات ترسره کړي نو پاکستان به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2020 02:23 Asia/Kabul
  • پاکستان به هند ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون نړیواله ټولنه خبره کړه که چیرې هندوستان د اسلام اباد پرضد کوم جعلي پوځي عملیات ترسره کړي نو پاکستان به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې څو پیغامو کښې خبرداری ورکړ د هندوستان د بي جي پي ګوند تر مشرۍ لاندې هندو ملي پال حکومت به د پاکستان پرضد پوځي عملیات وکړي چې د هیواد له کورنیو موضوعګانو د خلکو پام بلې خوا ته واړوي .

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دغه خبرداری وروسته له دې راځي چې خارجه وزیر شاه محمود قریشي متحده عربي اماراتو ته د سفر په وخت دغه خبره ایشوا کړي وه د اسلام اباد حکومت باوري اطلاعات لري چې هندوستان د پاکستان پرضد  د پوځي عملیاتو پلان لري چې له خپلو داخلي مشکلاتو د خلکو پام بلې خوا ته واړوي .

قریشي زیاته کړي وه هندوستان هڅه کوي له خپلو نړیوالو شرکاو څخه د پاکستان پرضد د پوځي عملیاتو د ترسره کولو تائید ترلاسه کړي .