ایران زموږ سیمه ایز ملګری دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94973-ایران_زموږ_سیمه_ایز_ملګری_دی
د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیري تهران د اسلام اباد مهم سیمه ایز ملګری په بللو سره ټینګار وکړ چي هیواد یې ایران سره د اړیکو د مضبوطولو اراده لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2020 08:36 Asia/Kabul
  •  ایران زموږ سیمه ایز ملګری دی

د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیري تهران د اسلام اباد مهم سیمه ایز ملګری په بللو سره ټینګار وکړ چي هیواد یې ایران سره د اړیکو د مضبوطولو اراده لري.

زبیده جلال د ایران او پاکستان تر مینځ د دوهمي رسمي پولي تر پرانیستېدو درې ورځې وروسته په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سیدمحمدعلی حسینی سره ولیدل.

دواړو لورو په دې کتنه کې د ګډو پولو او باډرونو د حالاتو او د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبري اترې وکړې.

د پاکستان د دفاعي تولیداتو د وزارت په بیانیه کې راغلې: زبیده جلال په ګبد سرحدي سیمه کې د نوی باډر پرانیستېدا ایران سره د پاکستان د اړیکو د مضبوطېدو په لړ کې یو مهم ګام بللی چي په سرحدي سیمو کې د میشتو خلګو په ژوند کې مثبت بدلون رامینځ ته کولای شي.

هغې همدارنګه خبر ورکړې چي په پښین او څلورو نورو سرحدي سیمو کې به هم نوي باډرونه پرانیستل شي.