په افغانستان کې د سولې ارمانجن یم
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95120-په_افغانستان_کې_د_سولې_ارمانجن_یم
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چي په افغانستان کې د سولي او د امن د راتلو ارمانجن دی، په افغانستان کې سوله د پاکستان او د سیمي د هیوادونو له ودي سره مرسته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2020 08:28 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې د سولې ارمانجن یم

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چي په افغانستان کې د سولي او د امن د راتلو ارمانجن دی، په افغانستان کې سوله د پاکستان او د سیمي د هیوادونو له ودي سره مرسته کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني سره په کتنه کې ویلي چې هیواد یې  افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو ارمانجن دی او دغه سوله د ټولې سیمې د اقتصادي وضعیت لپاره اړینه ده.

عمران خان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلی دی چې په دې کتنه کې خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورۍ اړیکو یادونه کړې او په افغانستان کې یې د امن او سوکالي لپاره د خپلې مرستې تازه ژمنه کړې ده.

هغه ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل نه لري او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ښکېل اړخونه باید تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي چې که په افغانستان کې امن وي ټوله سیمې ته یې ګټه رسېږي او د اقتصادي ودې لپاره به ټوله سیمه یو له بله وتړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې اقتصاد باید د سیاست قرباني نه شي او هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې هر راز مرستې ته ژمن دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ پر نوي تړون خبرې وکړي.