پاکستان کې؛ پر مندر د برید په تور ۲۸ تنه نیول شوي
Jan 01, 2021 12:36 Asia/Kabul
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پولیسو د هندوانو پر معبد د ډله ییز برید په تور ۲۸ کسان نیولي دي.
تېره اوونۍ د خیبر پښتنوخوا ایالت د کرک په سیمه کې ځايي هندوانو د خپل مندر ودانیزې چارې تر سره کولې، چې د دې چارې مخالفو لاریون کوونکو برید یې وکړ او معبد ته یې زیان واړاوه.
د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم، پولیسو تر دې دمه ۲۸ کسان نیولي او د هندوانو د مندر په شاوخوا کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د پاکستان امنیتي ادارو ویلي که څه مخکې پرېکړه شوې وه، خلک سوله ییز لاریون وکړي خو په معبد کې د هندوانو تر پاروونکو ویناوو وروسته خلګو پر دغه معبد برید وکړ.
ټیګونه