پاکستان د ممبئ د ترهګرو حملو پلانونکې ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95176-پاکستان_د_ممبئ_د_ترهګرو_حملو_پلانونکې_ونیوه
پاکستان د ممبئ د ترهګرو او خونړیو بریدونو پلانونکې نیولې دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2021 04:16 Asia/Kabul
  • پاکستان د ممبئ د ترهګرو حملو پلانونکې ونیوه

پاکستان د ممبئ د ترهګرو او خونړیو بریدونو پلانونکې نیولې دی

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو وویل چې امنیتي ځواکونو پرون د ذاکر رحمان لخوي په نامه د لشکر طیبه یا جماعت الدعوة ترهګرې ډلې هغه مشر ونیوه چې د هندوستان په ممبئ کښې د ۲۰۰۸ کال په حملو کښې یې لاس درلود او له دې نه علاوه یې د ترهګرۍ د مالي لګښتونو د برابرولو دنده درلودله.

ذاکر رحمان لخوي د ممبئي له حملو څو ورځې وروسته هم نیول شوې و خو د پاکستان محکمو په ۲۰۱۵ کال کښې آزاد کړی و.

د ویلو ده چې د ممبئي له ترهګرو بریدونو وروسته د هند او پاکستان ترمینځ اړیکې هم ډیرې لانجمنې شوې.

د هندوستان حکومت لشکر طیبه تکفیري ډله د دغو خونړیو حملو اصلي لامله ګڼي.