کریم خلیلي د سولې په تړاو پاکستان ته سفر کوي
سیمې ته د افغان سولې په تړاو د سیاسیونو د سفر په دوام ټاکل شوې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي هم پاکستان ته لاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې کریم خلیلي د افغانستان د اسلامي وحدت د سیاسي ګوند او د سولي د شورا مخکنی مشر به ډېر ژر پاکستان ته لاړ شي او په دغه هېواد کې به د سولې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړي.
اعلامیه زیاتو چې کریم خلیلي به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سربېره له نور چارواکو سره وویني.
پاکستان په خپلې اعلامیه کې له افغان سولې پروسې څخه ملاتړ ښودلی او په دې برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی.
افغان حکومت تر اوسه پاکستان ته د محمد کریم خلیلي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم سفرونه کړي و.