پاکستان له ایران سره ډیرې ښې اړیکې لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95333-پاکستان_له_ایران_سره_ډیرې_ښې_اړیکې_لري
د پاکستان وزیراعظم له جګ پوړو رسندويي محققانو او شخصیتونو سره په کتنه کښې له ایران سره د خپل هیواد اړیکې ډیرې ښې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2021 04:21 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره ډیرې ښې اړیکې لري

د پاکستان وزیراعظم له جګ پوړو رسندويي محققانو او شخصیتونو سره په کتنه کښې له ایران سره د خپل هیواد اړیکې ډیرې ښې وبللې.

د پاکستان وزیراعظم له جګ پوړو رسندويي محققانو او شخصیتونو سره په کتنه کښې له ایران سره د خپل هیواد اړیکې ډیرې ښې وبللې.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې عمران خان په دې خبرې سره چې اسلام آباد د خپلواکو بهرنیو سیاستونو د غوره کولو لپاره خپله پوره پوره هڅه کوي، وویل: په دې وروستیو کلونو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د پاکستان د اړیکو د ټینګښت ډیر ښه تفاهم رامینځته شوی دی.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران خلاف پراخ بندیزونه د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د هراړخیزې پراختیا مخې ته یو ستر خنډ دی، زیاته کړه: ملي ګټې پر بهرنیو سیاستونو ډیر مهم اغیزناک عامل دی او په دې وجه د ایران، ترکیې، افغانستان او چین په شمول د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا د اسلام آباد لپاره مهمه ده.

عمران خان په دوام کښې له هندوستان سره په سیاسي ړیکو کښې د موجودې کشالې په هکله وویل: تر څو پورې چې د هند له خوا د کشمیر خودمختاري بیرته نه وي ورکړې شوې تر هغې به له نوي ډیلي سره خبرواترو ته کښې نه ني.