د وسله والو په ډزو یو پاکستانی پولیس وژل شوی
Jan 13, 2021 01:39 Asia/Kabul
دا برید په کرک سیمه کې د پولیو د کمپاین په دوهمه ورځ شوی دی.
د پاکستان په خېبر پښتونخواه کې یو پولیس چې د پولیو واکسین د کار کوونکو د امنیت لپاره ورسره وو، وژل شوی دی.
دا برید په کرک سیمه کې د پولیو د کمپاین په دوهمه ورځ شوی دی.
د پولیسو په خبره د واکسین د کمپاین پر کار کوونکو دوو موټرسایکل سپرو کسانو وسله وال برید وکړ او یو ساتونکی پولیس یې وواژه.
په دې برید کې روغتیایي کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.
د پېښې د عاملینو د موندلو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
تراوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی، خو تردې وړاندې په پاکستان کې د پولیو واکسین پر کار کوونکو او ساتونکو یې طالبانو بریدونه کړي وو.
ټیګونه