د افغانستان د سولې دبهیر په باب وړاندوینه نه شو کولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95406-د_افغانستان_د_سولې_دبهیر_په_باب_وړاندوینه_نه_شو_کولی
د پاکستان سفیر اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسی پلاوي د وروستي سفر په باب هم وئيلي دي ،د طالبانو سیاسی کمیشن ته بلنه ورکړل شوي او دا پیغام ورسپارل شوی دی چې مهمه ده د سیاسی حل د ترلاسه کولو لپاره سیاسي تماسونو ته دوام ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2021 01:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې دبهیر په باب وړاندوینه نه شو کولی

د پاکستان سفیر اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسی پلاوي د وروستي سفر په باب هم وئيلي دي ،د طالبانو سیاسی کمیشن ته بلنه ورکړل شوي او دا پیغام ورسپارل شوی دی چې مهمه ده د سیاسی حل د ترلاسه کولو لپاره سیاسي تماسونو ته دوام ورکړي .

تسنیم  خبری آژانس راپو رورکړ  په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان  د دې خبرې په کولو سره چې  اسلام اباد طالبان قانع کړي څو دخبرواترو میز ته حاضر شي ، ځ که د افغانستان جنګ  هیڅ پوځي حل لاره نه لري ، وئيلي دي ، پاکستان  د  افغانستان  د جنګ لپاره د سیاسی حل لارې د موندلو او دسولې دبهیر د آسانولو لپاره  ددغه  هیواد له مشرانو او سیاسی شخصیتونو سره  په تماس کې دی.

 د پاکستان سفیر اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسی پلاوي   د وروستي سفر په باب هم وئيلي دي ،د طالبانو سیاسی کمیشن ته بلنه ورکړل شوي  او دا پیغام ورسپارل شوی دی چې  مهمه ده د سیاسی حل د ترلاسه کولو لپاره  سیاسي تماسونو ته دوام ورکړي . منصور خان همداراز په افغانستان  کې د پاکستان د موخو په بیانولو کې  د سولې په بهیر کې د اسلام اباد  درغنده رول لوبولو ته په اشارې سره بله موخه  د دواړو هیوادونو ترمینځ د  دوو اړخیزو سیاسی ، امنیتی ، اطلاعاتي ، ترانزیټي  او دهغو تجارتي  اړیکو پیاوړتیا بللې چې  د افغانستان  له لارې  د جنوبی او مرکزي آسیا ترمینځ پوره کیږي . په کابل کې د پاکستان سفیر  دډيورینډ کرښې  په باب هم وئيلي دي ، د افغانستان او پاکستان ترمینځ  پوله په نړیواله سویه  پوله په رسمیّت پیژندل شوې ده .