پاکستان د سونګو د قاچاق د بندولو کلک هوډ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95446-پاکستان_د_سونګو_د_قاچاق_د_بندولو_کلک_هوډ_کړی_دی
د پاکستان حکومت د سونګو له قاچاق سره د مبارزې په لړ کښې ۶۰۹ پټرول پمپونه د سمَګل شویو سونګو د خرڅولو په وجه سیل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2021 04:23 Asia/Kabul
  • پاکستان د سونګو د قاچاق د بندولو کلک هوډ کړی دی

د پاکستان حکومت د سونګو له قاچاق سره د مبارزې په لړ کښې ۶۰۹ پټرول پمپونه د سمَګل شویو سونګو د خرڅولو په وجه سیل کړل.

د پاکستان حکومت د سونګو له قاچاق سره د مبارزې په لړ کښې ۶۰۹ پټرول پمپونه د سمَګل شویو سونګو د خرڅولو په وجه سیل کړل.

د عمران خان حکومت چې په تیره یوه میاشته کښې یې د سونګو د قاچاق د مخنیوي او په دغه هیواد کښې له قاچاقچیانو سره د جدي سلوک لپاره یې تازه هلې ځلې پیل کړې دي، د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره یې هغه ۶۰۹ پټرول پمپونه معلوم کړي او سیل کړي دي چې د قاچاق شویو سونګو په خرڅون کښې یې لاس درلود.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر هم په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د سونګو له قاچاق سره د مقابلې د جامع پروګرام له اعلانیدو وروسته د پاکستان په څلورو واړو صوبو کښې څه باندې څلورنیم میلیون(۴۵ لاکه) لیټره پټرول او دیزل نیول شوي دي.