په پاکستان کښې یو خطرناک ترهګر نیول شوی دی
May 01, 2016 10:00 Asia/Kabul
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کښې یو ستر ترهګر نیول شوی دی.
خبری سرچینې د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د یو ترهګر د نیول کیدو خبر ورکوی.
زمونږ خبریال وایی د پاکستان په خیبرپښتونخوا صوبه کښې د کوهاټ پولیسو په دغه سیمه کښې یو ترهګر نیولی دی.
د کوهاټ د پولیسو مشر اختر حیات وویل چې فاضل خان د کراچۍ په شمول د هیواد په مختلفو ښارونو کښې په ډیرو ترهګرو بریدونو کښې لاس درلود او تر تعقیب لاندې و.