د ایران او پاکستان د تجارتي مذاکراتو وړومبنۍ آنلاین غونډه وشوه
د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو وړومبنۍ آنلاین غونډه د ګډو سوداګري ملګرتیا د پراختیا په ایجنډا سره ترسره شوه
د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو وړومبنۍ آنلاین د ګډو سوداګري ملګرتیا د پراختیا په ایجنډا سره ترسره شوه
په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمدعلي حسیني پرون په دغې غونډې کښې د پوه بنسټه اقتصاد وده د اسلامي انقلاب یو برکت وباله او له ټولو هیوادونو په تیره بیا د پاکستان په شمول ګاونډي هیوادونو سره یې د ملګرتیا د پراختیا لپاره د ایران پر اصولي سیاست ټینګار وکړ.
حسیني زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو چارواکي تر ۵ میلیارډ ډالرو پورې د خپل مینځي اقتصادي اړیکو د سویې د لوړلو کوششونه کوي.
په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي هم د دواړو هیوادونو د تجاري ملګرتیاؤ د پراختیا په هرکلي سره د امریکې ایران ضده بندیزونه وغندل او ویې ویل: د ایران او پاکستان ترمینځ د راکړو ورکړو او تجارت د اسانتیاؤ خنډونه باید هوار شي.