په پاکستان کې د کرونا واکسن د عملي کولو پروسه روانه ده
Feb 04, 2021 13:14 Asia/Kabul
په پاکستان کې د کرونا ناروغۍ ضد واکسن لګولو لومړی پړاو پېل شوی او د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې روغتیایي کارکوونکو ته دغه واکسین لګول کېږي.
د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د عملي کولو لومړی پړاو پیل شوی.
د راپورونو له مخې دغه واکسن د پاکستان پایتخت اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو سیمو کې روغتیایي کارکوونکو ته لګول کېږي.
د سې شنبې ورځ چین هېواد پاکستان ته سینوفارم په نامه د کوویډ۱۹ ناورغۍ ضد واکسین ولېږه او په پاکستان کې د کلکو امنیتي تدابیرو په نیولو سره نورو سیمو ته انتقال شو.
د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې پاکستان هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې، چې لومړۍ څپه یې تېره او اوس دویمه څپه یې دوام لري.
ټیګونه