چين د پاکستان فوځ ته وېکسين ډالۍ کړل
د چين فوځ د پاکستان فوځ د کورونا وېکسينو ډالۍ ورکړه.
د چين د رېډيو د بهرنيو خپرونو څانګې د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ وړومبنے بهرنے فوځ دے چې له چيني فوځيانو څخه د کورونا د وېکسينو ډالۍ حاصلوي. دغه ډالۍ
چين د کورونا د وېکسينو پينځه لکه ډوزونه په ويړيا توګه پاکستان ته ورکړي دي. د پاکستان حکومت له چين څخه د کورونا د وېکسينو يو نيم ميلينه ډوزوپه پېسو د اخېستلو موافقه کړې ده چې ټاکل شوې ده تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به دغه شمېر وېکسين له بيجنګ څخه ترلاسه کړي.
پاکستان له هغوهېوادونو څخه دے چې په چين کښې له کورونا سره د مبارزې په سختو شېبو کښې يې طبي سازوسامانونه دغه هېواد ته ډالۍ کړل.
د پاکستاني چارواکو د وېنا له مخې په راتلونکې يوه مياشت کښې به له اوو ميلينو زيات بهرني وېکسين له مختلفو هېوادونو څخه پاکستان ته ورشي.