امریکا له پاکستان سره د نورو په نسبت توپیری چلند کوی
دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی نن دکرګرانو دنړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې په پریس کلب کې په یولړ دستورو کې په پاکستان دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو له خرڅلاؤ سره د دامریکا دکانګرس په مخالفت او د هغو دپاکستان ضد وروستی اقدام په محکوم کولو سره وویل ، امریکا له پاکستان سره له خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو په ناوړه استفادې کې اوږده مخینه لری.
ایرناخبری آژانس راپورورکړ هغه ددې خبرې په کولو سره چې دپاکستان امریکا په ظاهره دوستانه اړیکې ، متوازنې او عادلانه نه دی ، وویل ؛ امریکایان له پاکستان سره پ خپلو اړیکو کې تل تمه لری چې دخپل هیواد امنیت او ګټې تامین کړ ی،خو دهغوی لپاره اصلا مهمه نه ده چې دپاکستان په سر څه بلا نازیلیږی .
دپاکستان مشرانو جرګې مشر وویل که دامریکا دکانګرس غړی له اسلام اباد سره دواشنګټن په اړیکو کې یولړ ملاحظات لری او په دې لاره کې خنډونه جوړوی ،مونږ باید ووایو چې دپاکسان دپارلیمان ډیر غړی له امریکا سره دخپل هیواد په اړیکو کې ډیر زیات ملاحظات لری . رضا ربانی ددې خبرې په کولو سره چې دسیمې به نسبت دامریکا سیاستونه ، دوه ګوڼی او له صداقته لیرې دی ، وویل ؛ امریکایان له یوې خوا دپاکستان ځینو ګاونډیانو ته غیر ایټمی امکانات ورکوی ،خو پاکستان ته له دغه شان امکاناتو ورکولو ډډه کوی .
دپاکستان دمشرانو جرګې مشر په فلسطین کې دښځو او ماشومانو عامې وژلې او په ترهه ګرو حملو کې دپاکستان او افغانستان دبې ګناه خلکو مرګ ژوبیلو ته په اشارې سره ، دغو مسئلو ته دامریکا او لودیځ په بې پامۍ په سختو نیوکو سره وویل ، آیا دهغو کسانو وینه چې په پاریس او بروکسل کې په ترهه ګرو پیښو کې وژ ل کیږی ، دفلسطین ،پاکستان یا افغانستان دخلکو له وینو ډیره پنډه ده ؟،ولې امریکایان خپله ټوله توجه بروکسل او پاریس ته اړوی او په فلسطین او پاکستان او افغانستان او نورو اسلامی هیوادونو کې دعامو خلکو وژلې ورته څه اهمیّت نه لری ؟