جنوبي وزیرستان کښې څلور پوځيان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96402-جنوبي_وزیرستان_کښې_څلور_پوځيان_وژل_شوي
ایرنا خبري اژانس وايي په وزیرستان سیمه کښې د پاکستان په خاوره باندې د افغانستان له خاورې د راکټ د لګیدا او له ترهګرو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نښته کښې څو کسان مړه او ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2021 08:54 Asia/Kabul
  • جنوبي وزیرستان کښې څلور پوځيان وژل شوي

ایرنا خبري اژانس وايي په وزیرستان سیمه کښې د پاکستان په خاوره باندې د افغانستان له خاورې د راکټ د لګیدا او له ترهګرو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نښته کښې څو کسان مړه او ژوبل شول .

د پاکستان پوځ نن وویل په باجوړ سرحدي سیمه کښې د پاکستان په خاوره باندې د افغانستان له سرحدي سیمې د پینځو (۱) راکټونو د ویشتل کیدا په نتیجه کښې یو(۱) کس وژل شوی او اوه(۷) نور ژوبل شوي چې اکثره یې ماشومان دي .

د پاکستان او د افغانستان سرحد ته نږدې د امنیتي حالت له خرابیدا سره په یووخت په جنوبي وزیرستان کښې په مکین سیمه کښې  د پاکستان د حکومتي عسکرو په کاروان برید کښې څلور(۴) حکومتي ملیشا ځواکونه  ووژل شول چې لانس ناییک عمران خان ، سپاهي عاطف جهانګیر، سپاهي انیس الرحمان او سپاهي عزیز نومیږي  او د حکومتي عسکرو په ځوابي ډزو کښې څلور(۴) ټروریسټان هم  وژل شوي دي .

پاکستان په داسې حال کښې د افغانستان له خاورې د راکټي حملو خبر ورکړی چې د افغانستان خارجه وزارت تیره اونۍ په کابل کښې د پاکستان د سفیر په احضارولو سره په کونړ ولایت باندې د پاکستان له خاورې د راکټي بریدونو په هکله جدي اندیښنه څرګنده کړه .