جنوبي وزیرستان کښې څلور پوځيان وژل شوي
ایرنا خبري اژانس وايي په وزیرستان سیمه کښې د پاکستان په خاوره باندې د افغانستان له خاورې د راکټ د لګیدا او له ترهګرو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نښته کښې څو کسان مړه او ژوبل شول .
د پاکستان پوځ نن وویل په باجوړ سرحدي سیمه کښې د پاکستان په خاوره باندې د افغانستان له سرحدي سیمې د پینځو (۱) راکټونو د ویشتل کیدا په نتیجه کښې یو(۱) کس وژل شوی او اوه(۷) نور ژوبل شوي چې اکثره یې ماشومان دي .
د پاکستان او د افغانستان سرحد ته نږدې د امنیتي حالت له خرابیدا سره په یووخت په جنوبي وزیرستان کښې په مکین سیمه کښې د پاکستان د حکومتي عسکرو په کاروان برید کښې څلور(۴) حکومتي ملیشا ځواکونه ووژل شول چې لانس ناییک عمران خان ، سپاهي عاطف جهانګیر، سپاهي انیس الرحمان او سپاهي عزیز نومیږي او د حکومتي عسکرو په ځوابي ډزو کښې څلور(۴) ټروریسټان هم وژل شوي دي .
پاکستان په داسې حال کښې د افغانستان له خاورې د راکټي حملو خبر ورکړی چې د افغانستان خارجه وزارت تیره اونۍ په کابل کښې د پاکستان د سفیر په احضارولو سره په کونړ ولایت باندې د پاکستان له خاورې د راکټي بریدونو په هکله جدي اندیښنه څرګنده کړه .