ایران او پاکستان د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96414-ایران_او_پاکستان_د_اړیکو_په_پراخولو_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د سمندري ځواک په کوربه توب د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱)میلادي کال د امن په نړیوالې پوځي مانورې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوي مشر دوهم (۲) امیر البحر« اریا شفقت رودسري » د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو او د سمندري ځواکونو ترمینځ د تعاملاتو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2021 10:46 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د سمندري ځواک په کوربه توب د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱)میلادي کال د امن په نړیوالې پوځي مانورې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوي مشر دوهم (۲) امیر البحر« اریا شفقت رودسري » د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو او د سمندري ځواکونو ترمینځ د تعاملاتو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایران له  پوځ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له سمندري ځواک جوړ د وسله والو ځواکونو د لوې درستیزوالې په استازیتوب د ایران پوځي پلاوي د دوهم (۲) امیر البحر اریا شفقت رودسري په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت له  پوځي اتاشي ډګروال مصطفی قنبرپور سره یوځاې د پاکستان د سمندري ځواکونو له قومندان امیر البحر «نوید اشرف» سره سره کتنه او خبرې وکړې .

دغه کتنه د پاکستان د سمندري ځواک په کوربه توب د څو ملیتي اومې (۷) پوځي سمندري مانورې د پاې د مراسمو په څنګ کښې وشوه .

د ایران او د پاکستان پوځي چارواکو د سمندري امنیت په حوزه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د حالت او د سمندري ځواکونو ترمینځ د تعاملاتو د زیاتولو په هکله غور وکړ .

د پاکستان د سمندري ځواک قومندان  نوید اشرف د امن په نوم نړیوالې سمندري پوځي مانورې کښې د ایران د پوځي پلاوي ګډون د اهمیت وړ وباله او دغه مانورې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د توجه ورکولو مننه یې وکړه .

د پاکستان د امن نړیواله پوځي مانوره به چې د سولې لپاره د یوه بل په څنګ کښې نومیږي د فرورۍ د میاشتې تر شپاړسمې(۱۶) نیټې پورې د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې دوام ولري .