صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د بې ثباتۍ ترټولو مهم لامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96550-صهیونیسټي_رژیم_په_سیمه_کښې_د_بې_ثباتۍ_ترټولو_مهم_لامل_دی
په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د ناامنۍ ترټوله ستره عامل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2021 04:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د بې ثباتۍ ترټولو مهم لامل دی

په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د ناامنۍ ترټوله ستره عامل وباله.

په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د ناامنۍ ترټوله ستره عامل وباله.

سید محمد علي حسیني پرون د پاکستان د جماعتِ اسلامي له مشر سینیټر سراج الحق سره په کتنه کښې، له اسلامه د ویرونې په غندنه کښې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د دریځونو او د قدس له نیواکګر رژیم سره د جوړجاړي له دسیسې سره یې د څرګند مخالفت په قدرونې سره وویل: ایران او پاکستان په دې لړ کښې د خپلو څرګندونو دریځونو په اعلانولو سره، د اسلامي هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا او د مسلمانانو د یووالي په لړ کښې هلې ځلې کوي.

هغه د لویدیځې آسیا په تیره بیا د یمن، سوریې، لیبیا او هم داشان د افغانستان خواشینونکي حالت ته په اشارې سره زیاته کړه چې د بهرنیانو لاسوهنه، په دغو هیوادونو کښې د بیخ بیناؤ د نابودۍ او د زرګونو کسانو د وژل کیدو سبب شوې ده.

په دغه ملاقات کښې د پاکستان د جماعت اسلامي مشر هم وویل: ایران، پاکستان او ترکیه باید د اسلامي ارزښتونو د دفاع، له اسلامه له ویرونې سره د مبارزې او د بیان د آزادۍ له مسئلې د ناوړه استفادې لپاره د لویدیځ د کارړنګونو د مخنیوي لپاره لاپياوړی رول ولوبوي.