پاکستان کښې تښتیدلې ترهګر هلاک شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96884-پاکستان_کښې_تښتیدلې_ترهګر_هلاک_شو
د پاکستان پوځي ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د دغه هیواد د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلګۍ یو مشر وژلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2021 11:34 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان پوځي ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د دغه هیواد د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلګۍ یو مشر وژلی دی

د پاکستان پوځي ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د دغه هیواد د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلګۍ یو مشر وژلی دی

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کښې د پوځي ځواکونو د تعقیب او پلټنې د عملیاتو پر مهال، د حسن سنجا په نامه د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلګې یو ترتعقیب لاندې مشر هلاک شوی دی.

د دغه رپورټ له مخې امنیتي ځواکونو د یاد مفرور ترهګر د پټنځي په معلومولو سره یرغلیز عملیات ترسره کړل او هغه یې ووژه.

خبره زیاتوي چې وژل شوي ترهګر په میر علي سیمه کښې پرون د یو غیردولتي ارګان په ګاډي باندې په شوې حمله کښې لاس درلود چې له امله یې د رسنیو په برخه کښې فعالې څلور ښځې مړې شوې وې.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې نوموړي ترهګر هم داشان په امنیتي ځوکونو او عامه خلکو باندې د حملې، د لاس جوړو بمونو د چاودنې، سړي تښتونې، کلنګ یا باج اخیستنې، هدفمنو وژلو او د ترهګرو عواملو د روزنې په شمول څو ترهګرو بریدونو کښې لاس درلود.

په خبر کښې هم داشان راغلي دي چې د دغه ترهګر له پټنځي څخه ډیرې وسلې او همهات هم کشف او ضبط شوي دي.