پاکستان او هندوستان په کشمیر کښې د اوربند په سر موافقه وکړه
هند او پاکستان پس له دوو لسیزو په وړومبي ځل د کشمیر د لانجمنې سیمې په سر موافقې ته سره ورسیدل.
هند او پاکستان پس له دوو لسیزو په وړومبي ځل د کشمیر د لانجمنې سیمې په سر موافقې ته سره ورسیدل.
د پاکستان رسنیو پرون خبر ورکړی دی چې د پاکستان او هندوستان پوځونو یوه ګډه بیانیه خپره کړې ده او د ټول کنټرول لاین په اوږدو کښې او هم داشان په ټولو نورو برخو کښې د حالاتو له څیړلو وروسته، د اوربند په ټینګولو راضي شول.
په دغې بیانیې کښې راغلي دي: دواړو لورو په ټولو موافقو او هوکړو او په کنټرول لاین کښې په اوربند باندې د عمل د ضرورت په سره موافقه کړې ده. پوځي چارواکو هم داشان د دواړو لورو اصلي اندیښنې او مسائل چې په صلحه کښې د خنډ سبب شوې دي او قهرجنو اقداماتو ته لمن وهي، وڅیړل.
د کشمیر د لانجمنې سیمې په ګډو سرحدونو کښې تراوسه قهرجن اقدامات ترسره شوې دي او د هند او پاکستان پوځونه یو بل، په ۲۰۰۳ کال کښې د اوربند د شوې موافقې په خلاف ورزۍ تورنوي.