پاکستان لاهم د اف اې ټي اف په تور لیست کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96972-پاکستان_لاهم_د_اف_اې_ټي_اف_په_تور_لیست_کې_دی
په داسي حال کې چي اسلام اباد د اف اې ټي اف له تور لیست څخه د وتلو لپاره زیاتي هلي ځلې وکړې خو د دې هیواد نوم لاهم په دغه لیست کې په خپل ځای کې پاتي دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2021 13:09 Asia/Kabul
  • پاکستان لاهم د اف اې ټي اف په تور لیست کې دی

په داسي حال کې چي اسلام اباد د اف اې ټي اف له تور لیست څخه د وتلو لپاره زیاتي هلي ځلې وکړې خو د دې هیواد نوم لاهم په دغه لیست کې په خپل ځای کې پاتي دی.

د ایرنا د راپور سره سم، پاکستان تمه لرل چي د اقتصادي اقداماتو د ځانګړي ډلي (اف اې ټي اف) د چارواکو تر وروستی غوندې وروسته له دې لیسته ووایستل شي خو دغه ډله په تور لیست کې د پاکستان نوم د څلورو نورو میاشتو لپاره پاتي کړل.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هيله ښودلې وه چي هیواد یې وکولایشي د اقتصادي اقداماتو د ځانګړي ډلي په ناسته کې له تور لیسته ووځي.

دا په داسي حال کې دی چي د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر په وېنا د یادي ډلي له لوري په ۲۷ وړاندې شويو شرطونو کې پاکستان ۲۴ شرطونه پوره کړي دي.

پاکستان په تېر یو کال کې د اف اې ټي اف له تور لیسته د وتلو لپاره د تروریزم او د پیسو د مینځلو په وړاندې قوانین سخت کړي خو دغه هیواد وایي چي هندوستان د دې هیواد د کارکردګۍ ارزونې د سیاسي کولو لپاره مشکوک اقدامات تر سره کړي.