امریکا دې د افغانستان د سولي په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i97006-امریکا_دې_د_افغانستان_د_سولي_په_وړاندې_خپل_دریځ_روښانه_کړي
پاکستان وايي امریکا دې ژر تر ژره د سولې پر هوکړه بیا کتنه پای ته ورسوي او په خلاصو سترګو او پوره دقت سره پرېکړه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان د سولي په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي

پاکستان وايي امریکا دې ژر تر ژره د سولې پر هوکړه بیا کتنه پای ته ورسوي او په خلاصو سترګو او پوره دقت سره پرېکړه وکړي.

د سپوږمۍ له راپور سره سم، د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یوه څېړنیز انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي پاکستان ددې ملاتړی دی چې امریکا دې په خلاصو سترګو او پوره دقت د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي، خو تر څنګ یې ددې اړتیا ده چې د سولې هوکړې بیا کتنې پروسه چټکه شي.

هغه زیاته کړه: څومره ژر چې امریکا خپل دريځ روښانه کړي دومره ژر به په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ رامنځ ته شي.

د پاکستان سفیر ویلي چي هیواد یې ددې ملاتړی نه دی چې امریکا په بېړنۍ توګه خپل سرتېري وباسي، ځکه په دې پرېکړه کې دقت ته اړتیا ده.

دغه پاکستاني ديپلومات یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې همکاري کوي.

د کارپوهانو په وېنا د امریکا دوه ګوني او ګونګ سیاستونه د افغانستان د سولي د بهیر د پیچلي کېدو سبب ګرځېدلی دی.