د پاکستان په بلوچستان کښې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i97308-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_چاودنه_شوې
د بلوچستان صوبې په سِبّي سیمه کښې د بم د چاودنې له امله ۵ تنه مړه او ۵ نور ژوبل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2021 03:56 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د بلوچستان صوبې په سِبّي سیمه کښې د بم د چاودنې له امله ۵ تنه مړه او ۵ نور ژوبل شوي دي

پاکستاني رسنیو پرون د پولیسو له قوله وویل چې دغه چاودنه له سبي نه ۳۰ کیلومیټره لرې په (تندوري) سیمه کښې رامینځته شوې ده.

د ترلاسه شویو خبرونو له مخې په زخمیانو کښې دوه تنه امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

په بلوچستان کښې یو حکومتي چارواکي وویل چې د بم په دغې چاودنې کښې د کارګرانو یو ګاډی په نښه شوی چې له امله یې پنځه کارګران وژل شوي دي.

د خبر تر رارسیدو پورې د چاودنې پړه چا نه وه منلې.