پاکستان کښې څه باندې یو ټن نشه ایز توکي ونیوې شول
Mar 09, 2021 04:23 Asia/Kabul
د پاکستان د ساحلي ګارډ ځواکونو د دغه هیواد په جنوبي سواحلو کښې له یو ټنه زیات نشه ایز توکي موندلي دي.
د پاکستان د ساحلي ګارډ ځواکونو د دغه هیواد په جنوبي سواحلو کښې له یو ټنه زیات نشه ایز توکي موندلي دي.
د پاکستان ساحلي ګارډ د دغه اندازه نشه ایزو توکو د موندلو په دوران کښې، په دې تړاؤ څلور کسان هم نیولي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو تیره جمعه هم د هیواد په جنوبي ساحلونو کښې څه باندې دوه ټنه نشه ایز توکي نیولي وو.
د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې نن سبا په پاکستان کښې څه باندې ۷ میلیونه کسان نشه ایز توکي استعمالوي او په دغه هیواد کښې هر کال په نشې د روږدو کسانو په شمیر کښې ۴۰ زره تنه ورزیاتیږي.
ټیګونه