نواز شریف وویل، د مخالفانو تر دباو لاندې به رانشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9823-نواز_شریف_وویل_د_مخالفانو_تر_دباو_لاندې_به_رانشی
د پاکستان وزیراعظم چې دپاناما لېکس د سندونو له مخې د خپل حکومت د مخالفینو تر دباولاندې دے وویل، تر دباولاندې به یې رانشی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2016 12:46 Asia/Kabul
  • نواز شریف وویل، د مخالفانو تر دباو لاندې به رانشی

د پاکستان وزیراعظم چې دپاناما لېکس د سندونو له مخې د خپل حکومت د مخالفینو تر دباولاندې دے وویل، تر دباولاندې به یې رانشی.

زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې نواز شریف چې د پاناما لېکس د سندونو له مخې د مالی فساد په تور د خپل حکومت د مخالفو ګوندونو تر دباو لاندې دے د پاکستان مختلفو ښارونو ته په سفرونو او وېناګانو لاس پورې کړےدے.

هغۀ په دې لړ کښې د دغه هېواد د خېبر پختونخوا صوبې بنو ښار ته په سفر کښې د خلقو په ټول کښې وویل چې هیڅکله به د مخالفانو تر دباو لاندې رانشی او مېدان به پرېږندی. هغۀ دوه کاله مخکې د خپل حکومت په خلاف په اسلام آباد کښې د مخالفانو چې د تحریک انصاف مشر عمران خان او د عوامی تحریک د مشر علامه طاهر القادری یې مشری کوله پرلت غزونې ته په اشارې سره وویل چې څنګه هغه وخت په ستره محکمه کښې د مخالفینو لخوا د ټګۍ تور غلط ثابت شو اوس به هم د پاناما لېکس د سندونو په اړه له تورونو څخه هسکه غړۍ راووځی.

هغۀ زیاته کړه چې که ورباندې د یوې پېسې مالی فساد ثابت شو نو په یوه دقیقه کښې به اقتدار پرېږدی او کور ته به لاړ شی. نواز شریف په دې موقع له بنو سره نزدې د لکی مروت ښار د یو پوهنتون د جوړولو او د دغه ښار د هوائی ډګر په نړیوال هوائی ډګر باندې د بدلولو اعلان وکړ.

له بلې خوا د تحریک انصاف یو مشر شاه محمود قرېشی د نواز شریف د وېنا په رد عمل کښې وویل چې له دغې وېنا نه څرګندیږی چې وزیراعظم تر سخت دباو لاندې دے.